Surah Al-Hijr Translated in Pashto

الر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُبِينٍ

الف، لام، را، دغه د كتاب او د واضح قرآن ایتونه دي
رُبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ كَانُوا مُسْلِمِينَ

ډېر ځلې به ارزو كوي هغه كسان چې كافران شوي دي چې كاش چې دوى مسلمانان وى
ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ

ته دوى پرېږده چې خوري او فايده اخلي او امېدونه يې غافله كړي، نو ژر ده چې دوى به پوه شي
وَمَا أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَعْلُومٌ

او مونږه هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر په دې حال كې چې د هغه به لیك (مقرر وخت) معلوم و
مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ

هېڅ امت له خپل وخت نه نه مخكې كېږي او نه وروسته كېږي
وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ

او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر نازل كړى شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې
لَوْ مَا تَأْتِينَا بِالْمَلَائِكَةِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ

ولې ته مونږ ته ملايك نه راولې! كه چېرې ته له رښتینو څخه يې
مَا نُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوا إِذًا مُنْظَرِينَ

(اى خلقو واورئ!) مونږ ملايك نه نازلوو مګر په حقه سره او دوى به په دغه وخت كې مهلت وركړى شوي نه وي
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ

بېشكه هُم مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الْأَوَّلِينَ

او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې د ړومبنیو خلقو په ډلو كې (رسولان) لېږلي وو
Load More