Surah Az-Zalzala Translated in Pashto

يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ

په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي
فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ

نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (، نو) دى به هغه وویني
وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ

او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني