Quran Apps in many lanuages:

Surah Az-Zamar Translated in Pashto

تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ
د دې كتاب نازلول د الله له جانبه دي، چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ
بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې
أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ
خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي
لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَاصْطَفَىٰ مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ سُبْحَانَهُ ۖ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ
كه الله غوښتلى چې (د ځان لپاره) اولاد ونیسي، (نو) خامخا ده به له خپله مخلوقه هغه غوره كړي وى چې دا يې غواړي، هغه لره پاكي ده. هم دى الله دى چې یو (او) ډېر غالب دى
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۗ أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ
هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى
خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۚ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ
هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او تاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ
إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ ۖ وَلَا يَرْضَىٰ لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۖ وَإِنْ تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ ۗ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
كه تاسو كفر اختیار كړئ، نو بېشكه الله له تاسو نه ښه بې پروا دى، او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي، او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو بېرته ورتله دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى
وَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِهِ ۚ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا ۖ إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ
او كله چې انسان ته سختي ورسېږي (، نو) خپل رب بلي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكى وي، بیا چې كله هغه (الله) ده ته له خپل جانب نه نعمت وركړي (، نو) هېر كړي هغه ذات چې ده به له دې (نعمت) نه مخكې دغه (تكلیف لرې كولو) ته باله، او الله لپاره شریكان مقرر كړي، د دې لپاره چې د هغه (الله) له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته ووایه: ته په خپل كفر سره لږه نفعه واخله، بېشكه ته له دوزخیانو څخه يې
أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ
ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له اخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري، ته ووایه: ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې پوهېږي او هغه كسان چې نه پوهېږي، بېشكه همدغه د خالصو عقلونو والا نصیحت اخلي
قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۗ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ ۗ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ
ته (دوى ته د الله له جانبه) ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى: تاسو له خپل رب نه ووېرېږئ، د هغو كسانو لپاره چې په دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ لویه نېكي (او بدله) ده او د الله ځمكه فراخه ده، بېشكه يواځې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره وركاوه شي
Load More