Quran Apps in many lanuages:

Surah Fatir Ayahs #35 Translated in Pashto

وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِيرٌ
او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ
بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبى كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ
د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي، دوى به په دغو (جنتونو) كې د سرو زرو په بنګړو سره او په ملغلرو سره زیور دار (اراسته) كولى شي او د دوى جامې به په دغو (جنتونو) كې ورېښم وي
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ۖ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ
او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى
الَّذِي أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهِ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ
هغه (الله) چې مونږ ته يې له خپله فضله د اوسېدنې كور ته راوستو، چې مونږ ته په دغو كې نه څه تكلیف رارسېږي او نه مونږ ته په دغو كې ستوماني رارسېږي

Choose other languages: